Summary: په هرات ښار کې د ترکیې د ټیکا دفتر په مالي ملاتړ د «ګنجینه های پنهان معماري» تر سرلیک لاندې د انځورونو نندارتون د یو شمېر مسوولینو، فرهنګیانو او خطاطانو په ګډون جوړ شو. د دغه نندارتون جوړوونکي استاد اسحاق ارینفر وویل، چې په دې نندارتون کې د هرات ښار او ولسوالیو له سلو څخه د ډېرو تاریخي اثارو او لرغوني ځایونو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي.نوموړي زیاته کړه، چې د دغه نندارتون موخه د هرات د تاریخي اثارو لا ډېر پېژندل، د دې ولایت د معمارۍ او فرهنګي ارزښتونو څرګندول او د تاریخي میراثونو د ساتنې او پالنې اهمیت ته د خلکو پام اړول دي.ورته مهال، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر مولوي عبدالـمتین عادل د تاریخي ابداتو د پېژندنې او ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د دا ډول پروګرامونو جوړول یې د عامه پوهاوي د لوړولو او د هرات د تاریخي او فرهنګي مخینې د ورپېژندلو لپاره مهم وبلل.یو شمېر لیدونکو هم د دغه نندارتون هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د تاریخي آبداتو د انځورونو نندارې ته وړاندې کول د ځوان نسل لپاره د هرات له فرهنګي او معماري میراثونو سره د لا ډېرې بلدتیا زمینه برابروي.د یادونې وړ ده، چې دغه نندارتون به څلور ورځې دوام وکړي او وروستۍ دوه ورځې یې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
هرات کې د «ګنجینه های پنهان معماري» تر سرلیک لاندې د انځورونو نندارتون جوړ شو
سرچینې
Afghan sources
هرات کې د «ګنجینه های پنهان معماري» تر سرلیک لاندې د انځورونو نندارتون جوړ شو