EconomyEnglishKabulافغانستان

د افغانستان او ایران خصوصي سکټورونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-04 07:17:40🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو د استازو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډې پانګونې د فرصتونو پېژندلو او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په موخه د دوغارون په ازاده سیمه کې ګډه اقتصادي ناسته ترسره شوې ده. د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې نن (چهارشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ناسته د یادې خونې د اجرائیوي رئیس پروېز حیدري، د کندهار ولایت د کانونو او صنایعو خونې د رئیس سیدسرور اماني، د دوغارون ازادې سیمې د سازمان د اجرائیوي رئیس محمدرضا مودودي او د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو او اقتصادي فعالانو په ګډون ترسره شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې پانګونې د فرصتونو پر پېژندلو، د صنعتي همکاریو پر پراختیا او د سوداګریزو فعالیتونو پر اسانتیاوو خبرې کړې دي. د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې اجرائیوي رئیس پروېز حیدري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغې خونې تر اوسه افغانستان ته د ګڼو سوداګریزو او اقتصادي پلاوو سفرونه تنظیم کړي او تل چمتو ده چې د ایران له خصوصي…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-04 07:17:40

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان او ایران خصوصي سکټورونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-04 11:46:32

د افغانستان او ایران خصوصي سکټورونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button