DevelopmentEnglishافغانستانغور

شپږیزه کرکټ لیګ؛ بست ساتونکو مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه — Bakhtar

DevelopingDevelopmentغور1 SourcesUpdated: 2026-07-06 12:17:10🎙 Listen to radio

Summary: د اي ‌اېنډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو په دوام، بست ساتونکو لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې په پایله کې مس عینک اتلانو ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روان لیګ کې یې خپله دویمه بریا خپله کړه. د لوبې په جریان کې مس عینک اتلانو د لومړیو ۱۱ اورونو تر پایه ۱۳۵ منډې جوړې کړې، خو د بست ساتونکو توپ ‌اچوونکو په وروستیو نهو اورونو کې غوره توپ‌ اچونه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې یوازې د ۵۷ نورو منډو جوړولو اجازه ورکړه، چې په پایله کې یې خپله ټاکل شوې موخه په بریالیتوب دفاع او بریا یې خپله کړه.د بست ساتونکو لپاره عبدالله تره‌ خېل تر ټولو ځلېدونکی توپ‌اچوونکی و، چې پنځه ویکټې یې ترلاسه کړې. همدارنګه عرب ګل مومند او بشیر احمد دوه ـ دوه، او کریم جنت یوه ویکټ واخیسته او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهمه ونډه واخیسته.

Quick facts

Locationغور
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-07-06 12:17:10

Timeline

  1. Bakhtar

    شپږیزه کرکټ لیګ؛ بست ساتونکو مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-06 11:22:53

شپږیزه کرکټ لیګ؛ بست ساتونکو مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button