د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ټلسکوپ چې شاوخوا ۱۴۵۲ کیلوګرامه وزن یې درلود، د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۴مه) د غږ له سرعت څخه شاوخوا ۲۲ برابره په چټکۍ د اندونیزیا د شمالي سوماترا ولایت له پاسه د ځمکې اتموسفیر ته داخل شو. د راپور له مخې، ناسا ویلي چې تمه کېده د ځمکې اتموسفیر ته د ننوتو پر مهال د سختې تودوخې له امله د دغه ټلسکوپ ډېره برخه وسوځي، خو د ځینو ټوټو د پاتې کېدو احتمال هم موجود و. دې ادارې ویلي چې تر اوسه یې د ټلسکوپ د پاتې شونو د لوېدو له امله د مرګژوبلې یا زیان کوم راپور نه دی ترلاسه کړی. سرچینې لیکلي چې «سویفټ» ټلسکوپ په ۲۰۰۴ کال کې فضا ته توغول شوی و او له نږدې ۲۲ کلونو علمي فعالیت وروسته یې د روان کال د اکټوبر په ۲۰مه خپل فعالیت ودراوه او بالاخره د نومبر په ۴مه د ځمکې اتموسفیر ته داخل او وسوځېد. رویټرز راپور ورکړی چې دغه ټلسکوپ په فضا کې د انرژۍ د تر ټولو پیاوړو چاودنو د څېړنې لپاره جوړ شوی و او د خپل فعالیت په موده کې یې د ستورو سلګونه چاودنې، هغه تورې کندې چې ستوري له منځه وړي، د ستورو اېکس وړانګې او لکۍلرونکي ستوري څېړلي دي. د راپور له مخې، د دغه ټلسکوپ راټولو شوو معلوماتو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د ناسا د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت فضايي ټلسکوپ له ۲۲ کلونو فعالیت وروسته د ځمکې په اتموسفیر کې وسوځېد
Sources
Afghan sources
د ناسا د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت فضايي ټلسکوپ له ۲۲ کلونو فعالیت وروسته د ځمکې په اتموسفیر کې وسوځېد