Kabulافغانستانامنیتدری

زلنسکي د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-05 06:47:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي چې په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ د درې‌اړخیزو خبرو د ترسره کېدو لپاره چمتووالی روان دی او ټینګار کوي چې د جګړې د ژر پای ته رسېدو لپاره باید خبرې چټکې شي او اوکراین په دې برخه کې اړینو ګامونو اخیستو ته چمتو دی. رویټرز خبري اژانس د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو په موخه به د امریکا، روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ درې‌اړخیزې خبرې د نومبر په لسمه او یوولسمه په ابوظبۍ کې ترسره شي. د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ویلي وو چې دغه خبرې به د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو، له جګړې وروسته د امنیتي هوکړو د ارزونې او د کړکېچ د کمولو په موخه ترسره شي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن (پنجشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د امریکا له استازو سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر سره له یو نیم ساعت مفصلو خبرو وروسته، د یادې غونډې د ترسره کېدو لپاره چمتووالی روان دی. هغه زیاته کړې چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې هم له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې په اړه د اوکراین، امریکا، فرانسې، بریتانیا، جرمني، اروپایي ټولنې، د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو)،…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-05 06:47:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    زلنسکي د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرو د چټکتیا غوښتنه وکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-05 11:12:26

زلنسکي د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرو د چټکتیا غوښتنه وکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button