کابل (پژواک) – د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي چې په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ د درېاړخیزو خبرو د ترسره کېدو لپاره چمتووالی روان دی او ټینګار کوي چې د جګړې د ژر پای ته رسېدو لپاره باید خبرې چټکې شي او اوکراین په دې برخه کې اړینو ګامونو اخیستو ته چمتو دی. رویټرز خبري اژانس د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو په موخه به د امریکا، روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ درېاړخیزې خبرې د نومبر په لسمه او یوولسمه په ابوظبۍ کې ترسره شي. د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ویلي وو چې دغه خبرې به د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو، له جګړې وروسته د امنیتي هوکړو د ارزونې او د کړکېچ د کمولو په موخه ترسره شي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن (پنجشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د امریکا له استازو سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر سره له یو نیم ساعت مفصلو خبرو وروسته، د یادې غونډې د ترسره کېدو لپاره چمتووالی روان دی. هغه زیاته کړې چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې هم له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې په اړه د اوکراین، امریکا، فرانسې، بریتانیا، جرمني، اروپایي ټولنې، د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو)،…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
زلنسکي د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرو د چټکتیا غوښتنه وکړه
Sources
Afghan sources
زلنسکي د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرو د چټکتیا غوښتنه وکړه