Englishافغانستانامنیتجوزجان

شبرغان کې د یوه ځوان د وژنې په شک څلور کسان نیول شوي — Pajhwok

DevelopingSecurityجوزجان1 SourcesUpdated: 2026-11-05 07:35:15🎙 Listen to radio

شبرغان (پژواک) – د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو ۲۸ کلن ځوان په ډزو وژل شوی او په تړاو یې نن څلور کسان نیول شوي دي. د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک ته وویل چې دغه ځوان تېره ورځ (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه) سهار شاوخوا اته بجې د شبرغان ښار په یوه نانوایۍ کې د تومانچې په ډزو وژل شوی دی. هغه زیاته کړه چې له پېښې وروسته د شبرغان ښار د پنځمې امنیتي حوزې کشفي او امنیتي ځواکونو خپلې پلټنې پیل کړې او نن سهار یې د دغې وژنې په تړاو څلور کسان پېژندلي او نیولي دي. حلیمي د دغې وژنې لامل کورنۍ شخړې بللي او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

Quick facts

Locationجوزجان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-05 07:35:15

Timeline

  1. Pajhwok

    شبرغان کې د یوه ځوان د وژنې په شک څلور کسان نیول شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-05 12:04:39

شبرغان کې د یوه ځوان د وژنې په شک څلور کسان نیول شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button