Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت او د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان او د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان په اړه چاپ شوي توکي او یو شمېر فلشونه چې پکې د مشرتابه لارښونې ثبت شوې دي؛ د پنځمې ناحیې اړوند کمپنۍ سیمې لویدیځ زون د مسافر وړونکو ترمینل پر موټر چلوونکو ووېشل شول. د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر ویلي دي: "په چاپ شویو موادو کې بروشرونه، سټېکرونه، کتابچې او نور چاپي توکي او یو شمېر فلشونه شامل وو اچې د وېش موخه یې خلکو ته د یاد فرمان د لارښوونو رسول او د هغو ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي چې د کورنیو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند ناوړه اغېزې کوي." هغه زیاته کړې ده: "د يادو توکو په وېش سره د موټر چلوونکو په مرسته خلکو ته عامه پوهاوی په ښه توګه ترسره کېږي، ځکه ناوړه دودونو زموږ په ټولنه کې د ډېرو ستونزو د جوړیدو لامل ګرځي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي د یاد فرمان اړوند معلومات ټولو هېوادوالو ته ورسوي." د کمپنۍ سیمې د لوېدیځ زون د مسافر وړونکو ترمینل آمر صفت الله پیروز او موټر چلوونکو له دغه اقدام څخه مننه کړې او د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي ورکولو په برخه کې يې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه معلوماتي توکي ووېشل شول
Sources
Afghan sources
کابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه معلوماتي توکي ووېشل شول