Sportsافغانستانپښتوغور

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډلې مالیزیا ته په ۱۰ وېکټو ماتې… — Bakhtar

روان خبرSportsغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-07 11:27:12🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې مالیزیا ته په ۱۰ وېکټو ستره ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله دویمه بریا ترلاسه کړه. په دې لوبه کې د مالیزیا لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۲.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۲ منډې جوړې کړې. د افغانستان په ګټه نورعلي نیازي غوره توپ اچونه وکړه او په ۹.۳ اورونو کې یې د ۶ منډو په ورکولو د مالیزیا ۶ لوبغاړي وسوځول. افغان ځوانانو ټاکل شوی هدف د کوم لوبغاړي له لاسه ورکولو پرته، یوازې په درېیم اور کې ترلاسه کړ او لوبه یې په ۱۰ وېکټو وګټله.افغانستان تر دې وړاندې د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه او په دې توګه یې په سیالیو کې خپله دویمه بریا ثبت کړه. ټاکل شوې ده، چې افغان لوبډله خپله درېیمه لوبه د دوشنبې په ورځ له سریلانکا سره وکړي.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-11-07 11:27:12

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډلې مالیزیا ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-07 10:00:43

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډلې مالیزیا ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button