له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلو اسیا جام: افغانستان مالیزیا ته په… — Bbc
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې مالیزیا ته د لسو وېکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه. افغان ځوانانو تر دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته په ۱۱۳ منډو ماتې ورکړې وه. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې په خپله دویمه لوبه کې نن سهار (شنبه د لړم ۱۶مه) له مالیزیا سره مخ شوه او د لوبې پچې په ګټلو سره یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د یوې غوره او هر اړخیزې توپ اچونې په پایله کې د مالیزیا ۱۹ کلنو لوبډله په ۴۲ منډو له ډګره بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه نورعلي نیازي ۶، امیر حمزه ۲ او بلال سلیمانخېل یوه ویکټ ترلاسه کړه. افغان ځوانانو د سیالې مالیزیا لوبډلې د ۴۲ منډو هدف یوازې په ۳ اورونو کې بشپړ کړ او د لسو وېکټو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه. افغان نوولس کلنو لوبډلې د تېرې پنجشنبې په ورځ د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د ۲۳۲ منډو هدف ټاکلی وو، خو د بنګلهدېش ټوله لوبډله په ۲۵،۵ اورونو کې د ۱۱۸ منډو په جوړولو وسوځېده او افغان لوبډلې د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
اسیا جام سیالیو کې دویمه بریا؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه
سرچینې
Afghan sources
اسیا جام سیالیو کې دویمه بریا؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه