EnglishKabulافغانستانامنیت

ایران او پاکستان تېره ورځ څه باندې ۴۰۰ کډوال په جبري توګه افغانستان… — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-07 12:52:26🎙 Listen to radio

د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ (جمعه د لړم ۱۵مه) د سپین بولدک، تورخم، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو له پاکستان او ایران څخه ۴۳۷ تنه افغانان بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي. یاد کمیسیون د شنبې په ورځ (د لړم ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ ۹۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۷ تنو ته رسېږي افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي. له دې ډلې له پاکستان څخه ۱۸۱ تنه د تورخم او ۲۲ تنه د سپين بولدک له لارو او همداراز له ایران څخه ۲۰۹ تنه د ورېښمو پله او ۲۵ تنه د اسلام کلا له لارو هېواد ته اړول شوي دي. طالبانو ویلي، چې په همدې ورځ یې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱ تنه وو له کابل څخه خپلو مېنو ته لېږدولي دي. په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي. د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د ازبکستان په سمرقند ښار…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-07 12:52:26

Timeline

  1. AF International

    ایران او پاکستان تېره ورځ څه باندې ۴۰۰ کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-07 08:35:07

ایران او پاکستان تېره ورځ څه باندې ۴۰۰ کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button