کابل (پژواک) – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال برونو لمارکي د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې د دغه هېواد له پامه غورځول به د افغانستان او سیمې لپاره ناوړه پایلې ولري. د ملګرو ملتونو د رسمي خبري څانګې د راپور له مخې، لمارکي د جمعې په ورځ (د نومبر شپږمه) په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې افغانستان له اقتصادي ستونزو، د بشري مرستو له کمېدو او د بشري حقونو په برخه کې له ننګونو سره مخ دی. هغه ویلي، ملګري ملتونه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو اړوند موضوعاتو ته پاملرنه لري او په دې برخه کې د افغانستان له حکومت سره خبرو او تعامل ته دوام ورکوي. نوموړي د افغانستان په پرمختګ کې د ښځو د ونډې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې همکاري او خبرې اترې د هېواد د راتلونکي لپاره مهمې دي. لمارکي د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان له پامه غورځول به د بېوزلۍ د زیاتېدو، د بنسټیزو خدمتونو د کمزوري کېدو او په ټولنه کې د راستنېدونکو د بیا ادغام د بهیر د ناکامېدو لامل شي. هغه خبرداری ورکړی چې د افغانستان د وضعیت پایلې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې افغانستان یوازې نه پرېږدي؛ د مرستو کمېدل به ناوړه پایلې ولري
منابع
Afghan sources
ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې افغانستان یوازې نه پرېږدي؛ د مرستو کمېدل به ناوړه پایلې ولري