کابل (پژواک) – الجزیرې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې په مکسیکو کې شاوخوا ۱۳۰ زره کسان نادرکه شوي او د دغو کسانو کورنۍ اوس د خپلو خپلوانو د برخلیک معلومولو لپاره زندانونو ته ورځي او له بندیانو د هغوی په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي. د راپور له مخې، د نادرکه شویو کسانو د کورنیو غړو د سپټمبر په میاشت کې د مکسیکو د ۱۸ ایالتونو له بېلابېلو سیمو څخه د کوآهویلا ایالت د پیدراس نېګراس ښار زندان ته تللي او بندیانو ته یې د نادرکه شویو کسانو انځورونه ښودلي، څو د هغوی په اړه معلومات ترلاسه کړي. په راپور کې راغلي چې د مکسیکو د نادرکه شویو کسانو د کورنیو د هڅو یو لامل د چارواکو لهخوا د قضیو په څېړلو کې د پرمختګ نشتوالی دی. د ملګرو ملتونو یوې کمېټې په ۲۰۲۲ کال کې په یوه راپور کې ویلي وو چې په مکسیکو کې د جبري نادرکه کېدو په قضیو کې «نږدې بشپړ معافیت» شتون لري او یوازې له دوه تر شپږ سلنه قضیې محکمې ته وړاندې کېږي. د راپور له مخې، د پیدراس نېګراس زندان پخوا د «لاس زېتاس» جنایتکارې ډلې د عملیاتي مرکز په توګه کارول کېده. ویل کېږي چې دغې ډلې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په دغه زندان کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژلي دي….
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
مکسیکو کې د ۱۳۰ زره کسانو نادرکه کېدل؛ کورنۍ د خپلو خپلوانو په موندلو پسې زندانونه لټوي
سرچینې
Afghan sources
مکسیکو کې د ۱۳۰ زره کسانو نادرکه کېدل؛ کورنۍ د خپلو خپلوانو په موندلو پسې زندانونه لټوي