په پاکستان کې د اوبلن ګاز (اېلپيجي) له ګرانېدو شکایتونه په ډېرېدو دي. له پېښور او کوټې رانیولې تر اسلام اباده په بېلابېلو ښارونو کې خلک شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې بازار کې د اوبلن ګاز بیه دومره لوړې شوې، چې د دوی ورځنی ژوند یې سخت او کاروبار ټکنی کړی دی. کاروباریانو وايي، چې په بازار کې اوبلن ګاز د حکومت لخوا د ټاکل شوې بیې پرتله نژدې دوه برابره ګران پلورل کېږي. دی له خپل زاړه پلار، مېرمنې او دوو بچیو سره د پلازمېنې په یوه شخصي استوګنیز ښارګوټي کې د یوه کور پر بام جوړه شوې خونه کې اوسي، چې د دولتي ګاز نلکه نه ده ورغځېدلې. اېل پي جي یا مایع پټرولیم ګاز (Liquefied Petroleum Gas) د هایدروکاربن ګازونو یوه ګډوله ده چې تر فشار لاندې اوبلن حالت ته اوړي او په کورونو، هټیو، هوټلونو، تنرونو (نانوایانو) او موټرو کې د سونتوکو په توګه کارول کېږي۔ په پاکستان کې د ژمي له را رسېدو او د هوا له سړېدو سره د دغه ګاز کارېده او اړتیا زیاتېږي، چې معمولآ بیې هم ورسره ګرانېږي. د رسمي شمېرو له مخې پاکستان کې په ورځني ډول د اوبلن ګاز تقاضا له ۶۵۰۰ تر ۷۰۰۰ ټنه ده، خو په کور دننه یوازې د دوو او دونیم زره ټنو ترمنځ تولیدېږي. د اېلپيجي ګاز له ګرانېدو سره په پاکستان…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
پاکستان کې د اوبلن ګاز د ګرانۍ کړکېچ: خلک وايي ورځنی ژوند او کاروبار سخت اغېزمن شوی – BBC News پښتو
منابع
External sources
پاکستان کې د اوبلن ګاز د ګرانۍ کړکېچ: خلک وايي ورځنی ژوند او کاروبار سخت اغېزمن شوی – BBC News پښتو