افغانستانامنیتدریکندهار

سمیع سادات: متحدې جبهې په ۱۰۰ ورځو کې د طالبانو ۱۵۳ غړي وژلي… — AF International

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-08 00:55:13🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وايي، په تېرو ۱۰۰ ورځو کې د یادې جبهې ځواکونو د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې ۱۱۶ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۱۵۳ طالبان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي. سادات (د لړم ۱۶مه) پر اېکس پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې ۱۱ تهاجمي او پاتې نور هدفي عملیات وو؛ خو طالبانو تراوسه د دغه ادعاوو په اړه څه نه‌‌دي ویلي.سمیع سادات څرګنده کړې، چې د دغه هدفي عملیاتو ۶۰ سلنه په سوېل لوېدیځو ولایتونو او په ځانګړي ډول کندهار کې ترسره شوي دي. د هغه په وینا، دوی دغه سیمه د طالبانو سیاسي او پوځي مرکز بولي او غواړي دغه مرکز له‌منځه یوسي.نوموړي ویلي، چې متحده جبهه اوس نوي سیاسي او پوځي پړاو ته داخله شوې ده. د هغه په خبره، یادې جبهې په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له ځوانو مبارزینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې او هڅه یې کړې چې دغه اړیکې په سیاسي، پوځي او استخباراتي وړتیاوو بدلې کړي.د سادات په وینا، د دوی اصلي موخه د ملي پاڅون رامنځته کول او د طالبانو د حکومت له‌منځه وړل دي. نوموړي زیاته کړې، چې د پوځي عملیاتو ترڅنګ یې سیاسي او استخباراتي فعالیتونه هم ترسره کړي او په تېرو ۱۰۰ ورځو کې یې…

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-08 00:55:13

خط زمانی

  1. AF International

    سمیع سادات: متحدې جبهې په ۱۰۰ ورځو کې د طالبانو ۱۵۳ غړي وژلي دي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-07 22:28:59

سمیع سادات: متحدې جبهې په ۱۰۰ ورځو کې د طالبانو ۱۵۳ غړي وژلي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button