KabulPoliticsافغانستاندری

څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رض د… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-08 11:32:24🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هیواد د بېلابېلو سرحدي ولایتونو څخه ١١٠٠ تنه نوي ځوانان، چې د اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي وو، نن د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌يیزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ له ۴ میاشتنیو مسلکي، نظري او عملي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. دغو مراسمو کې د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د کابل ولایت والي امین الله عبید، د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د دفاع وزارت ګڼ شمېر رئیسانو او نورو مسوولینو ګډون کړی وو. د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز په یادو مراسمو کې وویل چې :«تاسو د دښمنانو په وړاندې خپله اماده ګي ونیسئ او خپل قوت ورته وښایاست په ټولو برخو کې پوره امادګۍ ونیسئ ترڅو له هر ډول تیري څخه محفوظ واوسئ او له خپلې خاورې څخه دفاع وکړئ».هغه همدارنګه زیاته کړې،:«موږ تل هڅه کړې چې په عصري وسایلو سمبال، تعلیم یافته اردو جوړه کړو، چې الحمدلله اوس مهال یوه خپلواکه اردو لرو، ټولو هغو هېوادوالو ته مې دا پیغام دی، چې په بهر کې اوسي راشئ خپل هېواد ته خپل ارام او عزتمند ژوند وکړئ نور د پردیو په اشارو دلته تخریبي کړنې مه ترسره کوئ او د نورو د ګټو مه ښکار کېږئ.»ورته مهال یادو ځوانانو پوځي نمایشات وړاندې کړل او د هېواد له سرحداتو څخه د دفاع په موخه په بېلابېلو سرحدي سیمو کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود، مراسم فارغانو ته د بری‌لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-08 11:32:24

خط زمانی

  1. Bakhtar

    څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه فارغ شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-08 09:49:56

څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه فارغ شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button