کابل (پژواک)- د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، اقلیمي ناورین دوهګونې بېعدالتي رامنځته کړې؛ ځکه هغه هېوادونه چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې یې تر ټولو لږه ونډه لرلې، تر ټولو ډېر زیانونه ویني او د نننیو ګلخانهيي ګازونو د خپرېدو بیه به راتلونکي نسلونه پرې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ له تر ټولو اقلیمي زیانمنو هېوادونو څخه دی، په داسې حال کې چې د نړۍ د ګلخانهيي ګازونو په تولید کې یې ونډه له ۰،۱ سلنې کمه ده. ګوترېش د هسپانیې د سالامانکا په پوهنتون کې ویلي چې اقلیمي ناورین له یوې خوا د هېوادونو ترمنځ بېعدالتي رامنځته کړې او له بلې خوا د راتلونکو نسلونو پر ژوند هم ناوړه اغېزې کوي. سالامانکا پوهنتون د راپور له مخې هغه زیاته کړې: «د کاربن ډایاکسایډ د هر ټن ګاز بیه به چې نن یې فضا ته خپروو، زموږ لمسیان پرې کوي.» ګوترېش د اقلیمي بدلون پر وړاندې د بېړنیو او جدي اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی. بلخوا، د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ګوترېش د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۳۱مې نړیوالې غونډې (COP31) په درشل کې ویلي چې نړۍ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اقدام له یوه برخلیک ټاکونکي پړاو سره…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ګوترېش: د اقلیمي بدلون تر ټولو ډېر زیان هغه هېوادونه ویني چې په رامنځته کېدو کې یې لږ ونډه لري
منابع
Afghan sources
ګوترېش: د اقلیمي بدلون تر ټولو ډېر زیان هغه هېوادونه ویني چې په رامنځته کېدو کې یې لږ ونډه لري