EconomyKabulافغانستاندری

له پېښو سره د مبارزې ادارې او مرسي کورپس د ۲،۲ میلیونه ډالرو… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-08 15:00:06🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک)- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د مرسي کورپس موسسې د څه باندې ۲،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې په هرات، کندهار او هلمند ولایتونو کې له ۳۰۹۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشي. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هوکړه‌لیک د یادې ادارې د عمومي رییس ملا نورالدین ترابي او د مرسي کورپس موسسې د عمومي رییس فریدون عثماني ترمنځ لاسلیک شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، د دغه هوکړه‌لیک ټولیز ارزښت دوه میلیونه، ۲۳۶ زره او ۱۸۹ امریکایي ډالر دی. سرچینې لیکلي چې د یادې پروژې له لارې به په هرات، کندهار او هلمند ولایتونو کې له ۳۰۹۰ اړمنو کورنیو سره د درېیو میاشتو لپاره هره میاشت ۱۷۰ ډالره او په ټولیز ډول له هرې کورنۍ سره ۵۱۰ ډالره نغدي مرسته وشي. په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو کورنیو څخه ۳۵۹ هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي یا معلولیت لرونکي غړي لري، د اصلي مرستې ترڅنګ به هره میاشت ۳۴ ډالره اضافي مرسته هم ترلاسه کړي. سرچینې زیاته کړې چې د لومړنیو اړتیاوو د توکو د بیو د احتمالي لوړېدو د جبران لپاره به له ټولو ۳۰۹۰ کورنیو سره هره میاشت ۱۶،۱۸ ډالره او د درېیو میاشتو لپاره په ټولیز ډول ۴۸،۵ ډالره…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-08 15:00:06

خط زمانی

  1. Pajhwok

    له پېښو سره د مبارزې ادارې او مرسي کورپس د ۲،۲ میلیونه ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-08 19:29:35

له پېښو سره د مبارزې ادارې او مرسي کورپس د ۲،۲ میلیونه ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button