کابل؛ د بره کي څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک وروستۍ طبقې د قیر… — Bakhtar
Summary: کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د دې ادارې د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د تخنیکي او فني معیارونو له مخې، د بره کي څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک درېیمه (وروستۍ) طبقې قیر چارې ترسره شوې. سرچينې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د نادریې لېسې له لخوا د ترافیک څلورلارې په لور تر ځمکې لاندې سړک ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري. په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په بل پړاو کې به د سړک د داخلي پوښ او ښکلا چارې ترسره شي او له هغه وروسته به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دهن باغ څلولارې له خوا د دويم پروان څلورلارې پر لور هوایي پل ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۸ متره لوړوالی لري، چې په نږدې ورځو کې به یې د قیر چارې پیل شي. کابل ښاروالۍ همدارنګه ويلي؛ هڅې روانې دي، څو دا هوایي پل او تر ځمکې لاندې سړک د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کابل؛ د بره کي څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک وروستۍ طبقې د قیر چارې بشپړې شوې
Sources
Afghan sources
کابل؛ د بره کي څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک وروستۍ طبقې د قیر چارې بشپړې شوې