KabulPoliticsافغانستانپښتو

د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې د پايلو اعلان؛ راشد د پهلوان زوی د… — Bakhtar

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-07 00:19:08🎙 راډیو واورئ

Summary: د هېواد د ازموينو عمومي ادارې له لوري نن په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې، چې یو شمېر مسوولینو هم په کې ګډون درلود د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې پايلې اعلان شوې. راشد د پهلوان زوی چې د پروان ولایت اوسېدونکی دی او د محمد ملاشهید عالي لېسې څخه فارغ شوی د ۳٦٠ نمرو په ترلاسه کولو سره د کابل طبي علومو (ابو علي ابن سینا) پوهنتون د طب پوهنځۍ عمومي څانګې ته بریالی شوی.همدارنګه عبدالمجید د عبدالعزیز زوی, چې د غور ولایت اوسېدونکی دی او د احیاء العلوم مدرسې څخه فارغ شوی د ۳۲۷ نمرو په ترلاسه کولو سره د پکتیکا ولایت مرکزي درالعلوم ته بریالی شوی دی. د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده غونډه کې وویل:« د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د زده کړو بهير او خدمتونه په وړيا ډول د حکومت له بوديجې څخه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د نړۍ په پرمختلليو او بډايه هېوادونو کې هم د زده کړو په بدل کې له زده کوونکو او محصلينو څخه پيسې اخيستل کېږي.» ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وويل چې د ۱۴۰۵ کال کانکور په ازموينه کې د لسګونو زرو کسانو ګډون د مغرضو کړیو هغه ادعاوې ناسمې ثابتوي، چې ګواکې په هېواد کې تعليمي ادارې فلج دي.د يادونې وړ ده د ۱۴۰۵ کال کانکور په ازموينه کې ۱۱۷زره ۷۵۰ تنو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې څخه به د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۵ کال جذب مطابق ۷۴ زره ۵۰۰ تنه داوطلبان د لوړو زده کړو په موخه پوهنتونونو ته جذب شي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-07 00:19:08

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې د پايلو اعلان؛ راشد د پهلوان زوی د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو عمومي اول نمره اعلان شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-06 13:05:32

د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې د پايلو اعلان؛ راشد د پهلوان زوی د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو عمومي اول نمره اعلان شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button