Economyافغانستانپښتوهرات

په لومړي ځل؛ هرات کې د عصري المونیمي ویلونو د تولید فابریکې په… — Bakhtar

روان خبرEconomyهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-09 23:37:06🎙 راډیو واورئ

Summary: په لومړي ځل د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د «المونیم ویل فورس» په نوم د المونیمي ویلونو د تولید عصري فابریکې فعالیت پیل کړ چې دا د افغانستان د صنعتي ودې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او پر وارداتي توکو د اتکا د راکمولو په برخه کې یو بل مهم ګام بلل کېږي. باختر اژانس ته د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "ياده فابریکه د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د دارالانشاء رئیس عبدالمتین قلندري له لوري د ۹ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې چې په هېواد کې د سپکو او درنو موټرو لپاره د المونیمي ویلونو د تولید لومړنۍ عصري فابریکه بلل کېږي." ويل شوي چې یاده فابریکه د نړیوالو معیارونو مطابق د تولید وړتیا لري او په ورځ کې د ۱۰۰۰ المونیمي ویلونو د تولید ظرفیت لري او همدا رنګه له ۱۱ څخه تر ۲۴ انچو پورې بېلابېل ویلونه تولیدوي. هېره دې نه وي چې اوسمهال په ياده فابریکه کې ۶۵ هېوادوالو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده چې د تولیدي ظرفیت او فعالیتونو په پراختیا سره به يې زرګونو هېوادوالو ته د کار زمېنه برابره شي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-09 23:37:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    په لومړي ځل؛ هرات کې د عصري المونیمي ویلونو د تولید فابریکې په فعالیت پیل وکړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-09 14:07:07

په لومړي ځل؛ هرات کې د عصري المونیمي ویلونو د تولید فابریکې په فعالیت پیل وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button