EnglishKabulPoliticsافغانستان

نهو ولایتونو کې د څه باندې ۱۱۲ زره جریب امارتي ځمکې د شخړو… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-10 06:14:18🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په نهو ولایتونو کې د څه باندې ۱۱۲ زره جریب امارتي ځمکې په اړه د خصومت پرېښودو قرارونه صادر شوي دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې د امارتي ځمکو اړوند د ۱۵ قضیو له څېړلو وروسته، د یادې اندازې ځمکې په اړه د خصومت پرېښودو قرارونه صادر کړي دي. هغه زیاته کړې چې ځانګړې محکمې د دغو ځمکو اړوند کسان د ملکیت د اسنادو او مدارکو وړاندې کولو په موخه محکمې ته وربللي وو؛ خو د هغوی د نه حاضرېدو له امله، د قضايي څېړنو او اجرااتو له مخې د خصومت پرېښودو قرارونه صادر او اړوندې دوسیې له ثبت څخه ایستل شوې دي. یادې ځمکې په کندوز، پروان، کندهار، غزني، ننګرهار، کاپیسا، اروزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کې دي. د سرچینې په خبره، دغه اقدام د امارتي ځمکو د قضیو د قضايي څېړنې او د هغو د حقوقي وضعیت د تثبیت په موخه شوی او د غصب شوو امارتي ځمکو اړوند قضیو ته د قضايي مراجعو له لارې د رسېدنې او تعقیب څرګندونه کوي.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-11-10 06:14:18

Timeline

  1. Pajhwok

    نهو ولایتونو کې د څه باندې ۱۱۲ زره جریب امارتي ځمکې د شخړو د حل قرارونه صادر شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-10 10:43:42

نهو ولایتونو کې د څه باندې ۱۱۲ زره جریب امارتي ځمکې د شخړو د حل قرارونه صادر شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button