Newsافغانستانپښتوتخار

تخار کې د بنګي ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړه شوه — Bakhtar

روان خبرNewsتخار1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-10 11:52:20🎙 راډیو واورئ

Summary: د تخار ولایت ځایي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د بنګي ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د والي ویاند محمد عارف عارف باختر آژانس ته ویلي، چې دغه ودانۍ په یوه پوړ کې د پنځو میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړه شوې، چې ۱۰ اداري خونې، د غونډو تالار او نورې اړینې اسانتیاوې لري.د نوموړي په وینا، د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغې ولسوالۍ کارکوونکو ته مناسب کاري چاپېریال برابر او شته ستونزې به یې هوارې شي.د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو لپاره ورته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

لنډ معلومات

ځایتخار
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-11-10 11:52:20

مهالوېش

  1. Bakhtar

    تخار کې د بنګي ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړه شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-10 09:56:16

تخار کې د بنګي ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button