افغانستانامنیتپښتو

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دوام لري

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-07 02:57:06🎙 راډیو واورئ

په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، یو شمېر افغان کډوال وایي چې د هغوی د نیولو لړۍ لا هم روانه ده. د طلوع نیوز له راپور سره سم، دغو کډوالو له هغو بنسټونو چې د کډوالو ملاتړ کوي، غوښتي چې د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د دوی د ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي. په پاکستان کې مېشت افغان کډوال، ملک کمال‌الدین، ویلي: «په پاکستان، په ځانګړې توګه په خیبرپښتونخوا، پېښور او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر ستونزمن شوی دی. پولیس کورونو ته ورځي، تلاشي یې کوي او افغان وګړي نیسي.» د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۵.۷ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې په جبري ډول ایستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هغو افغان کډوالو ته چې معتبره ویزه نه لري، د روان لمریز کال د چنګاښ تر ۱۹مې نېټې پورې مهلت ورکړی، څو له دغه هېواده ووځي؛ که نه، له نیولو او ایستلو سره به مخامخ شي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-07 02:57:06

مهالوېش

  1. Parstoday

    په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دوام لري

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-07-07 02:50:12

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دوام لري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button