EconomyKabulافغانستانپښتو

“د امریکا پور ورکوونکې ادارې د قزاقستان د کان‌کیندنې هغه پروژه نه تمویلوي… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-11 11:59:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک)- یوه امریکایي چارواکي او له موضوع یوې باخبرې سرچینې ویلي چې د امریکا دولتي پور ورکوونکې ادارې په قزاقستان کې د کان‌کیندنې یوې پروژې ته د ۱،۶ میلیارد ډالرو تمویل د منظورولو پلان نه لري؛ هغه پروژه چې یو وخت د مهمو معدني موادو د اکمالاتي ځنځیرونو د خوندي کولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو یوه مهمه برخه بلل کېده. د رویټرز د راپور له مخې، دغه پروژه په قزاقستان کې د ټنګسټن د یوې لویې زېرمې د استخراج او پراختیا لپاره جوړه شوې چې ټاکل شوې وه د «کوف کپېټل» په نوم د کانونو د پانګونې امریکایي شرکت یې د قزاقستان له دولتي کان‌کیندنې شرکت «تاوکېن سامروک» سره په ګډه پر مخ یوسي. ټنګسټن یو کلک او د لوړې تودوخې پر وړاندې مقاومت لرونکی فلز دی چې په دفاعي صنعت، الوتکو او بېلابېلو صنعتي وسایلو کې کارول کېږي. د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک (اېکسیم) او د امریکا د نړیوالې پراختیا مالي اداره (ډي‌اېف‌سي) د ټنګسټن د استخراج د دغې پروژې د تمویل پلان نه لري. دغو ادارو تېر کال له «کوف کاز کپېټل ګروپ» شرکت سره د یادې پروژې د احتمالي تمویل په اړه د لېوالتیا لیکونه صادر کړي وو. بلومبرګ خبري اژانس د دوشنبې په ورځ لومړی راپور ورکړی و چې د امریکا دغه دوې ادارې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-11 11:59:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    “د امریکا پور ورکوونکې ادارې د قزاقستان د کان‌کیندنې هغه پروژه نه تمویلوي چې د ټرمپ زامن په کې ونډه لري”

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-11 16:28:00

“د امریکا پور ورکوونکې ادارې د قزاقستان د کان‌کیندنې هغه پروژه نه تمویلوي چې د ټرمپ زامن په کې ونډه لري”

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button