په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر وایي، کابل ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د سفر په ترڅ کې طالبان او روسیه د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو یو «بینالحکومتي» سند لاسلیکوي. په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي، چې دغه سند به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، پانګونې او لوژستیک برخې رانغاړي او د دواړو لوریو ترمنځ به د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو موضوع هم پکې شامله وي. نوموړي د روسیې ریانووستي ورځپاڼې ته ویلي، چې «د روسیې فدراسیون د حکومت او طالبانو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو هوکړهلیک د لاسلیک لپاره چمتو کېږي. تمه ده چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک او د افغانستان د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر به دا هوکړه لاسلیک کړي». د حبیب الله په وینا، په دې هوکړه کې به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې همکاري شامله وي. همداراز به لوژستیک، پانګونه او د سوداګریزو ویزو اسانتیاوې هم رانغاړي. د روسیې د سوداګریز مرکز مشر په وینا، طالبانو د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره نوې تګلاره تصویب کړې او داسې اسانتیاوې یې برابرې کړې چې له مخې به یې د بهرنیو شرکتونو لپاره د دغه هېواد بازار ته ننوتل اسانه شي. تر دې مخکې په کابل کې د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي
Sources
Afghan sources
د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي