Summary: د دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې ١٠٠٠ تنه ځوان کمانډويان له شپږ میاشتني مسلکي، عقیدوي او ځانګړو کمانډويي زده کړو له اتمې دورې څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. دغو مراسمو کې د هېواد دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د کابینې یو شمېر وزیرانو د بهرنیو هېوادونو یو شمېر سفیرانو نظامي اتشو، ځانګړو استازو او نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد په يادو مراسمو کې ويلي:«کوم خدمت چې تاسو تر سره کوئ نیت مو یوازې د الله ج رضاء وګرځوئ، چې ددې نیت په بدل کې به الله ج په دنیا او اخرت کې بدله درکړي، الحمدلله دلته یو واحد مرکزي نظام شتون لري، دلته هيڅ داسې ډله شتون نلري، چې تخریبي کړنې ترسره کړي او نه ورته دا اجازه ورکوو، چې نا امني جوړه کړي.» هغه همدا راز زیاته کړې:«خپل ولس ته اطمنان ورکوم، چې دغه ځواکونه به ستاسو د سر او مال او د ګران هېواد څخه په ښه میړانه او تدبیر سره دفاع کوي، ټولو بهرنیو هېوادونو ته وایم، چې افغانستان نور امن دی دلته هیڅ داسې دښمن چې په داخل او بهر کې نورو ته خطر وي وجود نلري.» ورته مهال د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ويلي چې افغانستان له نیمې پیړۍ را وروسته یوه مستقله اردو نه لرله، خو یوه منظمه اردو او نور امنیتي ځواکونه لري. هغه دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې ويلي:«تاسو یوه نمایشي اردو نه یاست او نه د نورو د ګټور لپاره یاستی بلکې تاسو یوه منظمه خپلواکه اردو یاست، که چیرې موږ او تاسې په مادي لحاظ کمزوري یو نو په معنوي لحاظ تر ټولو قوي یو، موږ او تاسې باید لوړې حوصلې ولرو او په نظامي چارو کې احساساتي نشو او دښمن ته پخپل مناسب وخت کې ځواب ورکړو، موږ هیچا ته تهدید نه یو بلکې د خپلې خاورې مدافعین یو.» د يادونې وړ ده، چې دغو مراسمو کې یادو ځوانانو د هوايي ځواک په ملتیا منظم عملي نمایشات او د بیلابیل ډول هوایي ډرون الوتکو پرمټ یې مانورونه تر سره کړل.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د دفاع وزیر: افغانستان نور امن دی او دلته داسې دښمن چې په داخل او بهر کې نورو ته خطر وي وجود نلري
سرچینې
Afghan sources
د دفاع وزیر: افغانستان نور امن دی او دلته داسې دښمن چې په داخل او بهر کې نورو ته خطر وي وجود نلري