Summary: د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۸۵ زره ۳۱۵ امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې دي. یاد کانال د طلوع موسسې په مالي ملاتړ د زرمت ولسوالۍ اړوند په شاکاریز سیمه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي جوړېږي او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د طلوع موسسې د زون مسوول محمد علي جان باختر اژانس ته ویلي چې د دغه کانال په جوړېدو سره به ۷۵۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي او ۴۵۰ کورنۍ به هم ترې ګټه پورته کړي.د یادونې وړ ده، چې په دغه پروژه کې د سیمې لسګونه ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
Quick facts
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-12 12:17:05
Timeline
-
Bakhtar
پکتیا کې د څه باندې ۸۵ زره ډالرو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-11-12 07:39:17
پکتیا کې د څه باندې ۸۵ زره ډالرو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې