Politicsافغانستانپښتوهرات

هرات کې هره ورځ ۴ زره ټنه سیخ ګول تولیدېږي — Bakhtar

روان خبرPoliticsهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-12 12:17:07🎙 راډیو واورئ

Summary: د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وايي چې اوس‌مهال د دغه ولایت په تولیدي فابریکو کې هره ورځ شاوخوا څلور زره ټنه سیخ ګول تولیدېږي. د یادې خونې رئیس عبدالناصر امین باختر اژانس ته ویلي چې په هرات کې د اوسپنې د تولید او پروسس په برخه کې څه باندې ۳۰ صنعتي شرکتونه فعالیت کوي او د ورځې په کې شاوخوا ۴ زره ټنه سیخ ګول تولېدیږي، چې د کورني بازار د اړتیاوو د پام وړ برخه پوره کوي. د نوموړي په وینا، د هرات صنعتي فابریکې د سیخ ګول ترڅنګ، ګاډر، شمش او فلزي قوطۍ هم تولیدوي، چې په بېلابېلو ودانیزو او صنعتي برخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.نوموړي زیاته کړې، چې د اوسپنې د تولیدي فابریکو د فعالیتونو په پراختیا او د کورنیو تولیداتو د ظرفیت په زیاتېدو سره، دغه ولایت د بازار د اړتیا وړ اوسپنې په برابرولو کې پر ځان بسیا شوی دی. ورته مهال، یو شمېر صنعتکاران ټینګار کوي، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ، پانګونې ته د زمینې برابرول او د هېواد د تولیداتو لپاره د مناسب بازار رامنځته کول د صنعت د لا ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کلونو کې د هېواد په یو شمېر بنسټیزو، ودانیزو او پراختیايي پروژو کې د کورنیو فابریکو له تولیداتو څخه ګټه اخیستل کېږي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-12 12:17:07

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هرات کې هره ورځ ۴ زره ټنه سیخ ګول تولیدېږي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-12 07:16:28

هرات کې هره ورځ ۴ زره ټنه سیخ ګول تولیدېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button