Summary: د افغانستان له ۱۸ کلونو کمعمره فوټسال لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د المپیکي سیالیو د درېیم مقام په لوبه کې نن د مراکش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. ټاکل شوې، چې دغه لوبه د سنګال په پلازمېنه ډاکار کې د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو پیل شي.د افغانستان او مراکش دواړو لوبډلو د نیمه پایلوبو په پړاو کې ماتې خوړلې او پایلوبې ته له رسېدو پاتې شوې دي.افغان لوبډلې د ګروپي پړاو په سیالیو کې له دوو بریاوو وروسته نیمه پایلوبې ته لار وموندله، خو په دې پړاو کې یې له پرتګال څخه ماتې وخوړه.بل لور ته، د مراکش لوبډلې هم په نیمه پایلوبه کې له ارجنټاین څخه ماتې وخوړه او د درېیم مقام لوبې ته یې لار وموندله.افغان ځوانان هڅه کوي، چې د مراکش پر وړاندې بریا خپله کړي او د برونزو مډال په ګټلو سره د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو المپیکي سیالۍ په بریالۍ توګه پای ته ورسوي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
افغان فوټسال لوبډله له مراکش سره سیالي کوي