د رویټرز د راپور له مخې، د دغه شرکت مدیره پلاوي پرېکړه کړې چې په جرمني کې خپلو ټولو تولیدي مرکزونو ته نورې پانګونې د لنډې مودې لپاره ځنډوي. سرچینه لیکي چې دغه پرېکړه له کارکوونکو د لګښتونو کمولو په اړه له استازو او د کارګرانو له اتحادیو سره د خبرو اترو له نه پرمختګ وروسته شوې ده. د مرسډېس بینز د تولید برخې مسوول مایکل شیبه ویلي چې د شرکت مدیره پلاوي په جرمني کې په خپلو ټولو مرکزونو کې د نوو پانګونو درولو پرېکړه کړې ده. د دغه شرکت د مدیره پلاوي غړې بریتا زیګر ویلي، شرکت غواړي په هره بیه چې وي د فابریکو له تړلو ډډه وکړي، خو اوس اړ دی چې په جدي او تفصیلي ډول وارزوي چې په جرمني کې کوم تولیدي مرکزونه ساتلی شي. د راپور له مخې، د مرسډېس بینز د دې پرېکړې یو لامل په جرمني کې د تولید لوړ لګښتونه او له چیني موټر جوړوونکو شرکتونو سره سخت رقابت دی. په وروستیو کلونو کې د جرمني د موټرو جوړولو صنعت د پلور د کمښت، لوړو لګښتونو او په نړۍوال بازار کې د سیالۍ د زیاتېدو له امله له ستونزو سره مخ شوی دی.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
مرسډېس بینز په جرمني کې نوې پانګونې دروي او د فابریکو تړل کېدو احتمال څېړي
Sources
Afghan sources
مرسډېس بینز په جرمني کې نوې پانګونې دروي او د فابریکو تړل کېدو احتمال څېړي