له شاوخوا پنځو کلونو راهيسي چې طالبان په واک کې دي، په افغانستان کې ښځې د عامه ژوندانه نژدې له ټولو برخو څخه لېرې شوي دي. د ښځو کارونو محدود شوي او له شپږم ټولګي پورته تعلیم حاصلول هم پر هغوی ممنوع شوی دی. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر دي کرو، د دوشنبې په ورځ وويل: «ټولو ته اړتیا ده، د لاسرسي وړ ټولو استعدادونو ته اړتیا ده، هم نارینه استعدادونو او هم ښځینه استعدادونو ته.» هغه دغه خبرې د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د غالۍ اوبدلو له یوې کارخانې چې بېرته راستنو شوو ښځو له پاره جوړه شوې، د کتنې پر مهال وکړې. ارقام ښيي چې د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر میاشتې راوروسته چې پاکستان او ایران د افغان مهاجر اخراج ته زور ورکړی، له دواړو هېوادونو تر ۶ ميليونو ډېر مهاجر بېرته افغانستان ته ستانه یا اخراج کړل شوي دي. د افغانستان په څېر یو هېواد ته چې لسیزې جګړې ېې تېرې او له اقتصادي بحران سره مخ دی، په پراخه کچه د مهاجرو بېرته ورستنېدل د هستوګنځایونو، کار او روغتیاي خدماتو د لاسرسي په برخو کې ننګونې رامنځ ته کړي دي. دي کرو، د طالبانو ادراې له چارواکو وغوښتل چې «ښځو او نجونو ته د زده کړې، کار او د کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې د کافي لاسرسي» شرایط…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
ملګري ملتونه: افغانستان ښځینه او نارینه کدرونو ته اړتیا لري