کابل (پژواک) – د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د داعش ډلې د خراسان څانګې د «احتمالي جرمونو» په اړه څېړنې درولې او له ۲۰۲۱ میلادي کال وروسته یې د اسلامي امارت د اقداماتو ارزونه په لومړیتوب کې راوستلې ده. د دې محکمې د اسنادو له مخې، دغه پرېکړه د څېړنو او شواهدو راټولولو برخه کې د جدي محدودیتونو له امله شوې، خو د محکمې د څارنوالۍ دفتر یې پر وړاندې د استیناف غوښتنه کړې ده. د محکمې د اسنادو له مخې، د څارنوالۍ دفتر د څېړنو ترسره کولو او شواهدو راټولولو برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ دی چې د دې پرېکړې له اصلي لاملونو ګڼل شوي دي. په راپور کې راغلي چې دغه پرېکړه، د امریکايي ځواکونو د احتمالي جرمونو په اړه د هغو څېړنو د درولو ترڅنګ چې له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې عملاً په ټپه ولاړې وې، د داعش ډلې د خراسان څانګې په اړه د څېړنو پای ته رسول هم رانغاړي. خو د جرمونو نړۍوالې محکمې د څارنوالۍ دفتر اسوشیټېډ پرېس او رویټرز خبري اژانسونو ته ویلي چې د دې پرېکړې پر وړاندې یې د استیناف غوښتنه کړې ده. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو کلونو کې د امریکا متحده ایالتونو او د جرمونو نړۍوالې محکمې ترمنځ اړیکې له کړکېچونو سره ملې وې. دغه محکمه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د جرمونو نړۍوالې محکمې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او داعش د احتمالي جرمونو په اړه څېړنې درولې دي
منابع
Afghan sources
د جرمونو نړۍوالې محکمې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او داعش د احتمالي جرمونو په اړه څېړنې درولې دي