Summary: د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې په شخصي لګښت د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد مارکیټ مسوول حمیدالله ګهیځ باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سوداګریز مارکیټ په څلورو پوړونو کې په اساسي ډول جوړ شوی او ۳۶ هټۍ لري، چې چارې یې د یوه کال په مود کې بشپړې شوې دي.هغه ویلي چې د یاد مارکیټ د جوړولو پر مهال یې ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه او د دې پانګونې موخه د ښاري پراختیا ترڅنګ خلکو ته د کار او سوداګرۍ د فرصتونو برابرول دي.د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د سوداګریزو فعالیتونو او خصوصي پانګونې بهیر پراخ شوی، چې د ځايي اقتصاد د ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره مهم بلل کېږي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
زابل کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکیټ جوړ شو
Sources
Afghan sources
زابل کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکیټ جوړ شو