Summary: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، په جوزجان کې د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین د بیا فعالیت د پيل پرانیسته کړې ده. باختر اژانس ته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر اخوند، د ګازي برېښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور د پانګونې ستاینه کړې او له نورو پانګه والو څخه یې هم غوښتي چې د برېښنا سکټور او نورو سکټورونو کې پانګونه وکړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو په لور مهم ګامونه اخیستي او پانګه والو ته یې د پانګونې غوره او مناسب فرصتونه رامنځته کړي. اقتصادي مرستیال همدا رنګه پر پانګه والو او صنعتکارانو غږ کړی چې د هېواد په ابادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بیا فعالیت پيل کړ
منابع
Afghan sources
د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بیا فعالیت پيل کړ