Economyافغانستانپښتوجوزجان

د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بیا فعالیت پيل کړ — Bakhtar

روان خبرEconomyجوزجان1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-15 12:27:11🎙 راډیو واورئ

Summary: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، په جوزجان کې د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین د بیا فعالیت د پيل پرانیسته کړې ده. باختر اژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر اخوند، د ګازي برېښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور د پانګونې ستاینه کړې او له نورو پانګه والو څخه یې هم غوښتي چې د برېښنا سکټور او نورو سکټورونو کې پانګونه وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو په لور مهم ګامونه اخیستي او پانګه والو ته یې د پانګونې غوره او مناسب فرصتونه رامنځته کړي. اقتصادي مرستیال همدا رنګه پر پانګه والو او صنعت‌کارانو غږ کړی چې د هېواد په ابادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.

لنډ معلومات

ځایجوزجان
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-15 12:27:11

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بیا فعالیت پيل کړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-15 07:47:46

د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بیا فعالیت پيل کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button