Summary: د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د افغان نساجي فابریکې ماشینونه، چې له کلونو راهیسې له کاره لوېدلي و تر ترمیم وروسته یې یو ځل بیل د تولید بهیر پیل کړی دی. د یادې فابریکې عملیاتي مرستیال محمد عیسی بلال باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاده فابریکه دا مهال هره ورځ شاوخوا زر متره ټوکر تولیدوي.د مسوولینو په خبره، اوسمهال په دې فابریکه کې درې ډوله ټوکر تولیدېږي او د پاتې نورو ماشینونو له بیا فعالېدو سره به د تولیداتو کچه لوړه او لسګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.د یادونې وړ ده، چې د پلخمري افغان نساجي فابریکه د هېواد له مهمو صنعتي فابریکو څخه شمېرل کېږي او د بشپړ فعالیت په صورت کې به د کورني صنعت د ودې، د تولید پراختیا او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
بغلان کې د نساجي فابریکه دا مهال هره ورځ ۱۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي
Sources
Afghan sources
بغلان کې د نساجي فابریکه دا مهال هره ورځ ۱۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي