افغانستانامنیتبلخدری

روسيې د FAB-500 بمونو پر مټ د اوکراین د ډرون مرکز په نښه… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-07 12:24:37🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د روسيې ځواکونو په خارکیف جبهه کې د FAB-500 هدایت شویو بمونو په وسیله د اوکراین د بې‌ پیلوټه الوتکو د قوماندې یو مرکز د زولاتوی کولودز سیمې ته نږدې په نښه کړی او همدارنګه یې د زاخاروفکا په سیمه کې د اوکراین د ۱۵۹مې میخانیکي لوا پر موقتي اډې برید کړی دی. د یاد وزارت په وینا یادې سیمې د خارکیف په ختیځ محور کې د اوکرایني ځواکونو لپاره د بې‌ پیلوټه الوتکو د عملیاتو او د لومړۍ کرښې د ځواکونو د ملاتړ مهم مرکزونه وو.د روسیې دفاع وزارت همدارنګه ادعا کړې، چې ځواکونو یې د خارکیف په سیمه کې د پترو-ایوانوفکا سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.د راپور له مخې، روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پر بندري زیربناوو، د انرژۍ پر تأسیساتو او لوژستیکي مرکزونو هم بریدونه کړي دي.یاد وزارت زیاتوي چې د روسیې هوايي دفاعي سیسټمونو په همدې موده کې دوه د نپتون لرې واټن ویشتونکي توغندي او ۷۹۷ اوکرایني بې‌ پیلوټه الوتکې نسکورې کړي او د تور سمندرګي ځواکونو شپږ بې‌ پیلوټه سمندري کښتۍ یې هم له منځه وړې دي.بلخوا د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، روسیه لا هم د اوکراین د جګړې د سیاسي او ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي، خو د ناټو له غونډې وروسته به ټول ترلاسه شوي معلومات وڅاري او تر هغو به خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-07 12:24:37

خط زمانی

  1. Bakhtar

    روسيې د FAB-500 بمونو پر مټ د اوکراین د ډرون مرکز په نښه کړی

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-07 10:30:38

روسيې د FAB-500 بمونو پر مټ د اوکراین د ډرون مرکز په نښه کړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button