د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت په پاکستان کې د انارو بیې دوه برابره لوړې کړې دي. د لارو د تړل کېدو له امله له افغانستان په ځانګړي ډول له کندهاره پاکستان ته د انارو صادرات په ټپه درېدلي او پاکستاني بازارونه د یادې مېوې له کمښت سره مخ شوي دي. د «عرب نیوز» د راپور له مخې، په بلوچستان کې سوداګر وایي، د لوړ کیفیت لرونکو انارو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي. د کوټې په بازارونو کې د یوه کیلو انارو بیه له ۴۰۰ څخه ۹۰۰ پاکستاني کلدارو ته رسېدلې ده. همداراز، د ۱۰ کیلوګرامه انارو بیه چې تېرکال ۴زره کلدارې وه، سږکال ۱۰زره کلدارو ته لوړه شوې ده.پاکستانی سوداګر بشیر خان وایي، پخوا به له افغانستان نه په کافي اندازه انار پاکستان ته واردېدل چې له امله یې بیې ټیټې وې؛ خو اوس د بازار اړتیاوې نهشي پوره کېدای.د چمن د سوداګرۍ خونې پخواني مشر جلالت خان اڅکزي ویلي، کله چې سوداګري روانه وه، هره ورځ به شاوخوا ۲۵۰ لارۍ افغاني انار د چمن له لارې پاکستان ته واردېدل. نوموړي زیاته کړې، د لارو تړل کېدو نه یوازې عام پېرودونکي؛ بلکې واردوونکي او د ګمرک کارکوونکي هم له سختو زیانونو سره مخ کړي دي.د هغه په وینا، د بلوچستان کورني انار ان د یوه ولایت اړتیاوې هم نه شي پوره کولای او د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د افغانستان د لارو تړل کېدو په پاکستان کې د انارو بیې دوه برابره لوړې کړې
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان د لارو تړل کېدو په پاکستان کې د انارو بیې دوه برابره لوړې کړې