د امریکا او ایران ترمنځ له جګړې وروسته، ایران د افغانستان په یوه مهم صادراتي بازار بدل شوی او د نړیوال بانک تازه میاشتنی راپور ښيي چې ایران له هند او ازبکستان وروسته د افغانستان تر ټولو لوی صادراتي بازار ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې او د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ میاشت کې ایران ته د افغانستان د میاشتنیو صادراتو کچه تر څلور میلیونه ډالرو کمه وه. سربېره پر دې، په تېرو نهو میاشتو کې ایران ته د طالبانو او کابل ته د ایراني چارواکو تګ راتګ هم ډېر شوی؛ په دې موده کې لږ تر لږه د طالبانو څلورو چارواکو تهران ته سفر کړی او پنځه ایراني چارواکي کابل ته راغلي دي. د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د مالیې وزیر محمد ناصر آخند او د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست مشر احمد جان بلال ایران ته سفرونه کړي دي. بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وحید جلالزاده، د کرنې وزیر غلام رضا نوري قزلچه، د انرژۍ وزیر عباس عليآبادي، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري او د ایران د پارلمان له تولید څخه د ملاتړ ځانګړي کمېسیون مشر محسن زنګنه کابل ته راغلي دي. طالبانو پر ایران د امریکا بریدونه غندلي او د تاوتریخوالي پر سمدستي درولو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
په تېرو نهو میاشتو کې ایران ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
په تېرو نهو میاشتو کې ایران ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي | آمو ټلویزیون