د افغانستان د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د برېښنا، سوداګرۍ، ګمرکونو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي. د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، ملا محمد ناصر اخوند د ایران د انرژۍ له وزیر عباس عليآبادي سره په لیدنه کې افغانستان ته د برېښنا د لېږد، د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، د مسلکي ظرفیت لوړونې او د نورو هېوادونو د برېښنا د ټرانزیټ په اړه خبرې کړې دي. د ایران د انرژۍ وزیر ویلي، هېواد یې د برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري او که د افغانستان د برېښنا شبکه د وېش لپاره چمتو وي، ایران چمتو دی چې دوه زره مېګاواټه برېښنا په سمدستي توګه افغانستان ته ولېږدوي. نوموړي همداراز په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې او تخنیکي همکاریو ډاډ ورکړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د مسلکي او تخنیکي همکاریو د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز کړی دی. د افغانستان د مالیې وزیر د یادې کمېټې له جوړېدو سره هوکړه کړې او ویلي یې دي چې دا کمېټه به د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون له اساسي کمېټو څخه وي. د سیاسي چارو د یوه کارپوه په باور، د افغانستان…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
ایران افغانستان ته د دوه زره مېګاواټه برېښنا د لېږدولو چمتووالی ښودلی دی
منابع
External sources
ایران افغانستان ته د دوه زره مېګاواټه برېښنا د لېږدولو چمتووالی ښودلی دی