افغانستانامنیتپښتو

خالد حنفي: «دین» باید پر ټولو یو شان پلی کړو — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-17 13:52:03🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي له یو شمېر طالب چارواکو سره پر ټولو خلکو د «دین» د یو شان پلي کولو ټینګار کړی او ویلي، چې په دې برخه کې باید هیچا سره« امتیازي چلند» ونه شي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نن سې شنبه، د لړم ۲۶مه په اېکس د یاد وزیر محمد خالد حنفي یو غږیز پېغام خپور کړی، چې هغه پکې پر ټولو خلکو د « دین شریعت» د یو شان پلي کېدو ټینګار کوي. د حنفي په وینا، په دې برخه کې باید د عامو خلکو او د لوړو څوکیو د لرونکو کسانو ترمنځ هېڅ ډول توپیر ونه شي. د ده په خبره، داسې نه شي کېدای چې د مقام او منصب خاوندان له قانون او شریعت څخه مستثنا وبلل شي، خو پر عامو خلکو بیا همدا قوانین په کلکه عملي شي. هغه له چارواکو وغوښتل چې د خپل واک او منصب پر مهال د عدالت له اصولو سرغړونه ونه کړي. د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ویلي، چې د اسلام مبارک دین د لمر او باران په څېر دی او پر ټولو انسانانو له کوم امتیاز او توپیر پرته یو شان عملي کیږي. دغه طالب وزیر د خپلو دغو څرګندونو دلیل نه دی روښانه کړی، خو بېلابېل راپورونه ښيي، چې د « اسلامي شریعت»…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-17 13:52:03

مهالوېش

  1. AF International

    خالد حنفي: «دین» باید پر ټولو یو شان پلی کړو

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-17 10:57:31

خالد حنفي: «دین» باید پر ټولو یو شان پلی کړو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button