Summary: د ګردېز ښاروالۍ مسوولین وایي چې د ښار د ښکلا، ښاري نظم او شنو ساحو د ساتنې په موخه یې د ۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو د ګلدانونو د بیارغونې او کټارو لګولو پروژې پیل کړې دي. د ګردېز ښاروال حبیبالله اخندزاده حامد باختر اژانس ته ویلي، چې په دغو پروژو کې د کابل لین پر ګلدان د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د نویو کټارو لګول او د خوست لین څخه تر عبدالحي ګردېزي ښوونځي پورې د سړک د منځني ګلدان اساسي بیارغونه، د کټارو ترمیم او رنګول شامل دي. د نوموړي په وینا، د دغو پروژو لګښت د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي. هغه زیاته کړې، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د یادو ګلدانونو شنې ساحې خوندي، د سړکونو منظره ښکلې او د نیالګیو او زینتي بوټو د زیانمنېدو مخه ونیول شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پکتیا کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
پکتیا کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې