Kabulافغانستانامنیتدری

د حوثیانو په برید کې د ریاض تر ټولو لوړه ودانۍ زیانمنه شوې — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-19 20:12:44🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په پلازمېنه ریاض کې د عامه پانګه‌ونې صندوق مرکزي دفتر چې په تر ټولو لوړه ودانۍ کې موقعیت لري، د حوثیانو په توغندیز برید کې زیانمن شوی دی. د رویټرز د راپور له مخې، د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې ویلي چې د ریاض په مالي مرکز کې د حوثیانو په برید کې د یوې ودانۍ څو پوړونه او نږدې ودانۍ زیانمنې شوې دي. په راپور کې راغلي چې د سعودي دولتي خبري اژانس (SPA) له خوا خپور شوی انځور ښيي چې په نښه شوې ودانۍ د دغه هېواد د عامه پانګونې صندوق (PIF) مرکزي دفتر دی. د برید له امله د ودانۍ د اوو یا اتو پوړونو کړکۍ ماتې شوې او د فلزي نما ځینې برخې یې هم زیانمنې شوې دي. حوثیانو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې د ریاض مالي مرکز دوه ځله، یو ځل سهار وختي او بل ځل ماښام، په نښه کړی دی. د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي چې د ریاض پر لور یې د توغول شوی توغندی شنډ کړی دی. خو رویټرز د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د عامه پانګونې صندوق ودانۍ د حوثیانو د توغول شوي توغندي له امله زیانمنه شوې ده. د راپور له مخې، دا په دوو اونیو کې دویم ځل دی چې د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-19 20:12:44

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د حوثیانو په برید کې د ریاض تر ټولو لوړه ودانۍ زیانمنه شوې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-20 00:40:02

د حوثیانو په برید کې د ریاض تر ټولو لوړه ودانۍ زیانمنه شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button