له پاکستان څخه یوه راستون شوی کډوال رحمتګل، چې پنځوس کاله یې په هغه هېواد کې ژوند کړی، اوس په جلالاباد ښار کې د ګازرو حلوا پخولو او پلورلو کاروبار پیل کړی او وايي چې په خپل هېواد کې له کار کولو خوښ دی. دا سړی چې په «رحمتګل بابا» مشهور دی، شپږ میاشتې وړاندې له پاکستان څخه افغانستان ته راستون شوی او یوه میاشت وړاندې یې پرېکړه وکړه چې د ګازرو حلوا پخولو هغه کاروبار چې ۳۵ کاله یې په پاکستان کې کاوه، د جلالاباد ښار کې په میاشتنۍ ۱۲ زره افغانۍ کرایه دوکان کې بېرته پیل کړي. رحمتګل بابا آمو ته وايي: «کار شکر دی هلته هم ډېر ښه و، خو دا په دې ډېر ښه دی چې خپل وطن مو دی. وایي خپل وطن، ګل وطن. نو دلته ډېر خوشاله یم. په دې خوشاله یم چې زما خپل وطن دی او الله پاک راته روزګار راکړی دی.» رحمتګل پنځوس کاله د خیبر پښتونخوا په مردان ښار کې ژوند کړی و، خو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له زیاتېدو سره یې د خپل مشر ورور په مشوره افغانستان ته د راستنېدو پرېکړه وکړه. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «نه نه ما ته هلته نه د حکومت طرف نه کوم مشکل و او نه د عوامو طرف نه. شکر ده هلته مې…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
رحمت ګل آمو ته: خپل وطن کې د ګازرو حلوا کار بېل خوند لري | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
رحمت ګل آمو ته: خپل وطن کې د ګازرو حلوا کار بېل خوند لري | آمو ټلویزیون