د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په نیمروز ولایت کې یې د ۱۵ زره نشهیي ګولیو د قاچاق مخه نیولې ده. طالبانو ویلي چې د دغو ممنوعه توکو د لېږد په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي. د طالبانو مسوولانو ویلي چې نیول شویو کسانو غوښتل دا نشهیي ګولۍ له زرنج ښار څخه یوه نامعلوم ځای ته ولېږدوي، خو د عملیاتو پر مهال وپېژندل شول او ونیول شول. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي دوه تورن کسان دا مهال د یادې ډلې په توقیف کې دي او د پېښې په اړه ترې پوښتنې روانې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، پر نیول شویو کسانو به د لومړنیو پلټنو او څېړنو تر بشپړېدو وروسته دوسیې عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي. چارواکو ټینګار کړی چې د نشهیي توکو د پېر، پلور او قاچاق د مخنیوي لپاره د دوی هڅې دوام لري. هممهاله ملګرو ملتون اندېښنه ښوولې چې په افغانستان کې د مصنوعي نشهيي توکو تولید په بې سارې توګه زیات شوی دی. طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د افغانستان پر رسنیز ډګر بېلابېل بندیزونه لګولي، چې د ښځو له مخ پټولو نیولې او د ساه کښو د انځورونو د خپرولو تر بندیز پورې.له دغو بندیزونو سربېره طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې ۵ کلنه موده کې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبانو په نیمروز کې د ۱۵زره نشهيي ګولیو د نیولو خبر ورکړی
منابع
Afghan sources
طالبانو په نیمروز کې د ۱۵زره نشهيي ګولیو د نیولو خبر ورکړی