EconomyEnglishKabulافغانستان

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو په موخه تازه سفرونه

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-22 08:32:57🎙 Listen to radio

کابل – د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا په موخه، افغان چارواکو له ایراني لوري سره د اړیکو او تجربو د تبادلې په برخه کې تازه ګامونه پورته کړي دي. د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز عمومي رئیس محمد صابر لطیفي د ایران د نفتو له معین ډاکټر حسین حسین‌زاده او ورسره مل پلاوي سره په کابل کې وکتل. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې وشوې. بلخوا، د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس ملا عبدالله حاجي بشیر، د یادې ادارې د پلان او پالیسۍ له رئیس مفتي محمد حامد سره یوځای، د څلور ورځني رسمي سفر په موخه ایران ته تللی دی. د دغه سفر په ترڅ کې به افغان پلاوی د ایران د سټنډرډ ادارې له چارواکو، د صنعتي اتحادیو له مشرانو سره وګوري او د دغه هېواد له یو شمېر تولیدي فابریکو څخه به لیدنه وکړي. د معیار او کیفیت اداره وايي، د دغه سفر موخه له سیمه‌ییزو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو پراختیا، د تجربو تبادله او د ادارې د مسلکي ظرفیتونو لوړول دي. چارو کارپوهان په دې باور دي چې له ایران سره د صنعتي او تخنیکي همکاریو پراختیا کولای شي د افغانستان د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو، د تولیدي ظرفیتونو پیاوړتیا او د صادراتو د زیاتوالي…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-22 08:32:57

Timeline

  1. Parstoday

    د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو په موخه تازه سفرونه

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-11-22 08:21:56

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو په موخه تازه سفرونه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button