د افغان رسندویو له راپور سره سم د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سربېره هم د افغانستان صادرات اووه سلنه زیات شوي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو دوشنبه د لیندۍ پر ۲مه راپور ورکړی چې مجاهد دا څرګندونې په پکتیا کې یوې غونډې ته کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته د افغانستان د محصولاتو لپاره بدیلې لارې برابرې شوې دي. مجاهد ویلي چې د افغانستان سوداګري له چین، هند، منځنۍ اسیا او ځينو نورو هېوادونو سره دوام لري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې لا هم تړلې پاتې دي چې له کبله یې دواړو غاړو ته زیانونه اړولي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
مجاهد: له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو سربېره هم د افغانستان صادرات اووه سلنه زیات شوي
سرچینې
External sources
مجاهد: له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو سربېره هم د افغانستان صادرات اووه سلنه زیات شوي