د فرانسې خبري اژانس له مخې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ژان نويل بارو د سې شنبې په ورځ (۲۴ نومبر) د فرانسې په ولسي جرګه کې د پوښتنو او ځوابونو پر مهال وويل، د "افغان ښځو وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي" او په وینا یې له همدې امله غواړي د دوی لپاره ډېر څه وکړي. د فرانسې حکومت د نویو اقداماتو له مخې، به راتلونکی ميلادي کال لږترلږه ټولې ۸۵ افغان مېرمنې د فرانسې په پوهنتونونو کې ومنل شي او له دې وروسته بل کال به ۲۰۰ نورې افغان مېرمنې د زدکړو بورسونه ترلاسه کړي. ښاغلي بارو وويل، "د جنورۍ میاشتې د داخلې له دورې به ۵۰ افغانې نجونې د فرانسې په پوهنتونونو کې ومنل شي. همدارنګه، د سپټمبر میاشتې داخله کې به د فرانسې ۳۵ معتبر دولتي بورسونه ورکړل شي… له راتلونکي کال به ۲۰۰ نورې افغانې ښځې هم په فرانسه کې ومنل شي، چې دا د ۵۰ سلنه زیاتوالي ښکارندویي کوي." خو په همدې مهال د فرانسې د بهرنيو چارو وزير د کډوالۍ او امنيت په اړه د دغه هېواد پر دریځ هم ټينګار وکړ او ویې ويل، فرانسه به هغه افغان وګړي چې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې اوسېږي، "خطرناک دي او عامه نظم ته ګواښ پېښوي ډېر ژر" له خپل هېواده وباسي. نوموړي همدا راز وويل چې د طالبانو له حکومت…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
فرانسه وايي افغان ښځو ته تحصيلي بورسونه ورکوي – BBC News پښتو