د بشري حقونو څار سازمان وايي، د کرواسیا پولیس افغان ښځې، نجونې او هغه کسان چې د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي؛ په جبري توګه بوسنیا ته ستنوي او د پناه غوښتنې اجازه نه ورکوي. دغه سازمان د کرواسیا چارواکي په پراخه کچه د کډوالو د بشري حقونو پر نقض تورن کړي او له اروپايي ټولنې یې غوښتي، چې د دغه بهیر د درولو لپاره اقدام وکړي. د بشري حقونو څار سازمان په خپل راپور کې د عالیې په نوم د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ کیسه هم راخیستې ده. هغې ویلي، د روان کال په لومړیو کې د کرواسیا پولیسو د دوی د کورنۍ له نیولو وروسته د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړل او بیا یې پر دغه ټیلیفونونو ډزې وکړې. عالیې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښی و. دغه کورنۍ درې کاله په ترکیه کې تر اوسېدو وروسته، افغانستان ته د بېرته ستنولو له وېرې اروپا ته روانه شوې وه؛ خو د کرواسیا پولیسو په جبري توګه بېرته بوسنیا ته ستنه کړه. د بشري حقونو څار سازمان په خپل ۴۳ مخیز راپور کې د نورو کډوالو هغه کیسې هم ثبت کړې دي، چې د کرواسیا د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت لري. د ګانا یوې ښځې ویلي، د کرواسیا پولیسو هغه او د هغې دوې لوڼې د ځنګلونو له لارې بوسنیا…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د بشري حقونو څار سازمان: کرواسیا افغان ښځینه کډوالې په جبري توګه له خپلې خاورې باسي
منابع
Afghan sources
د بشري حقونو څار سازمان: کرواسیا افغان ښځینه کډوالې په جبري توګه له خپلې خاورې باسي